IQNA

 مشهد د مجاهد او شهید رهبر د جنازې د دستورو لپاره د ۱۰ میلیونه زیارتوالو ملمستیه ته تیار دی

13:56 - June 14, 2026
د خبر لمبر: 3492908
ایکنا - د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري د «مجاهد او شهید رهبر» د  جنازې  او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو  پلانونو د چمتووالی  خبر ورکړ او وې ویل چې دغه ولایت د میلیونونو زائرانو د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د ایکنا د خراسان رضوي څانګې د راپور له مخې، غلامحسین مظفري  پرون د غبرګولي د میاشتې  (خرداد) په ۲۲  نېټه د توس په فرهنګي ټولګې او د حکیم ابوالقاسم فردوسي په آرامګاه کې د رسنیو له استازو سره په یوې خبري غونډې کې د دغو مراسمو د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، له هغه وخته چې د تدفین ځای اعلان شوی، په ولایت کې ګڼ شمېر د همغږۍ غونډې ترسره شوې دي او بېلابېلې اجرایي، خدماتي، مرستندویه، انتظامي او امنیتي ادارې د زائرانو او ګډونوالو د مېلمستیا لپاره د اړینو شرایطو په برابرولو بوختې دي.

مظفري زیاته کړه چې اټکل کېږي د دغو مراسمو په ترڅ کې له ۸ تر ۱۰ میلیونو پورې کسان ګډون وکړي. د هغه په وینا، د دومره ستر شمېر خلکو مدیریت د ټرانسپورټ، استوګنې، ښاري خدمتونو، روغتیا، درملنې، ژغورنې او امنیت په برخو کې دقیقې او هر اړخیزې برنامې ته اړتیا لري، له همدې امله په ملي او ولایتي کچه ګڼې تخصصي غونډې ترسره شوې دي.

مشهد آماده میزبانی از ۱۰ میلیون زائر در تشییع رهبر شهید

د خراسان رضوي والي ټینګار وکړ چې دغه ولایت د لویو ملي او مذهبي غونډو په کوربتوب کې پراخه تجربه لري. هغه وویل چې مشهد په تېرو لسیزو کې څو ځله د سترو ملي مراسمو کوربه پاتې شوی او د خلکو او ادارو له پلوه د ورته پروګرامونو د مدیریت لپاره د پام وړ وړتیاوې لري. د نوموړي په وینا، له ملي ادارو سره هم لازمې همغږۍ روانې دي څو زائرانو ته خدمتونه له لږو ستونزو سره وړاندې شي.

مظفري د خراسان رضوي فرهنګي مقام ته په اشارې وویل چې دا ولایت یوازې یو زیارتي مقصد نه دی، بلکې د ایران له مهمو تمدني او فرهنګي مرکزونو څخه ګڼل کېږي. هغه څرګنده کړه چې خراسان د فردوسي، عطار، خیام او لسګونو نورو اغېزشیندونکو فرهنګي، ادبي، حکمي او عرفاني شخصیتونو ټاټوبی دی، او همدا تاریخي مخینه د ولایت د چارواکو مسؤلیت لا دروندوي چې د دغې سیمې فرهنګي ځایګی وساتي او لا ئې پیاوړی کړي.

مشهد آماده میزبانی از ۱۰ میلیون زائر در تشییع رهبر شهید

هغه په پاي کې وویل چې د «شهید رهبر» د د جنازې او خاورو ته د سپارلو دستورې  به د ملي یووالي، ټولنیز پیوستون او د خراسان رضوي د اجرائي وړتیاوو د ښودلو یو فرصت وي. د هغه په وینا، ټولې ادارې هڅه کوي چې دغه مراسم د ایران د خلکو او د امام رضا(ع) د سپېڅلي حرم د زائرانو د شان او مقام سره سم ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې دا مراسم به د خپلو معنوي اړخونو ترڅنګ د ولایت فرهنګي، ټولنیزې او مدیریتي وړتیاوې هم نندارې ته وړاندې کړي.

https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4357785

captcha